ویب ډیسک
د دفاع وزارت وایی چی په بېلابېلو عملياتو کې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۶۲ طالبان ووژل شول، ۱۲۹ ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۳۲ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، لوګر، غزني، پکتیا، زابل، کندهار، هرات، بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل، هلمند، بغلان او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


