دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملي امنیت شورا:د افغانستان دښمنان له خلکو نه د سپر په توګه...

ملي امنیت شورا:د افغانستان دښمنان له خلکو نه د سپر په توګه استفاده کوي

ویب ډیسک

د ملکي تلفاتو د مخنيوي او کموالي عالي بورډ چې د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر اساس جوړ شوی، د ملي امنیت شورا د سترې حقوقي سلاکارې درانۍ وزیري په مشري نن خپله ۱۶مه نوبتي غونډه وکړه.

 

په پيل کې درانۍ وزيري په نظامي تحرکاتو کې د ماشومانو د ژوند د خونديتوب لپاره د جوړې شوې پاليسۍ او په په تېرو څلورو مياشتو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کړنو په هکله خبرې وکړې.

 

د امنیتي سکټور مسوولانو د نظامي عملیاتو په لړ کې د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنيوي او کموالي په اړه غونډې ته خپل راپورونه وړاندې کړل او وويل شول چې له ۱۳۹۸ تر ۱۳۹۹ پورې د دولت له خوا په تلفاتو کې د پخوا په نسبت ډېر کمی راغلی او هڅه دا ده چې دا کچه ژر تر ژره لا ډېره را ټيټه شي.

 

د راپورونو په استناد تر اوسه هم په جګړو کې ملکي تلفات، د عامه تأسيساتو تخريب او د مرستو په رسولو کې د دښمنانو له لاسه خنډونه موجود دي.

 

د امنيتي سکټور د نظامي راپورونو له مخې د افغانستان دښمنان له خلکو نه د سپر په توګه استفاده کوي، ماينونه ږدي، تعليمي، روغتيايي او ديني مرکزونه کاروي او د جګړې لپاره مشخص ډګر نه لري چې دا د ملکي تلفاتو تر ټولو لوی لاملونه دي.

 

د ملکي تلفاتو د کموالي او مخنیوي د بورډ مشرې درانۍ وزیري وویل، له هوايي ځواک او امنيتي ادارو مننه چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره ممکنه لارې کاروي او ښه ميکانيزمونه عملي يې کړي دي.

 

په دې ناسته کې د ملکي او نظامي ادارو له استازو مننه وشوه چې د ملکي تلفاتو په مخنيوي کې يې ګډ ميکانيزمونه عملي کړي او هڅې کوي.

په دې ناسته کې امنيتي سکټور، د پرېکنده ملاتړ ماموريت، يوناما، د بشر حقونو خپلواک کمېسيون او چارو ادارې استازيو خپل راپورونه وړاندې کړل او په پای کې بين المللي همکارانو هم د حکومت د پاليسيو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه