د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د شوي تړون د لاسلیک او نمانځنې مراسم به د پاکستان په کوربهتوب ترسره شي.
هغه د پارلمان غونډې ته په وینا کې ویلي، ټاکل شوې ده چې دغه مراسم د جون په ۱۹مه د سویس په جنیوا ښار کې جوړ شي او د پاکستان له لوري به یې کوربهتوب وشي.
شهباز شریف زیاته کړې چې امریکا او ایران د لبنان په ګډون پر ټولو جبهو د پوځي عملیاتو د سمدستي او دایمي پای ته رسېدو هوکړه کړې ده.
د نوموړي په وینا، دا تړون یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ موافقه نه ده، بلکې د سولې، خبرو اترو او ډیپلوماسۍ بریا او د جګړې د زیانونو د پای ته رسولو یو مهم ګام ګڼل کېږي.
د پاکستان لومړي وزیر د امریکا او ایران مشرانو ته مبارکي ورکړې او د قطر، سعودي عربستان او ترکیې له مشرانو یې هم د خبرو اترو په بهیر کې د هغوی د رول له امله مننه کړې ده.


