د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د هوکړې له اعلان وروسته په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې ښکته شوې دي.
د راپورونو له مخې، د برېتانیا د برېنټ خام نفتو بیه شاوخوا ۴ ډالره راکمه شوې او هر بیرل یې ۸۳.۷۰ ډالرو ته رسېدلی دی. همدارنګه د امریکا د خامو تېلو بیه هم ۳.۷۵ ډالره ټیټه شوې او هر بیرل یې ۸۰.۷۶ ډالره پلورل کېږي.
دا بدلونونه وروسته له هغې رامنځته شول چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د یوې هوکړې خبرونه خپاره شول. د پاکستان لومړي وزیر اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې هوکړه شوې او ټاکل شوې د لاسلیک رسمي مراسم د جون په ۱۹مه په سویس کې ترسره شي.
د پاکستان لومړي وزیر د قطر، سعودي عربستان او ترکیې د منځګړیتوب او ډیپلوماتیکو هڅو ستاینه کړې ده. د نوموړي په وینا، دواړو لورو په بېلابېلو جبهاتو کې د پوځي عملیاتو د سمدستي او دایمي بندولو پرېکړه کړې چې لبنان هم پکې شامل دی.
امریکا او ایران هم د یادې هوکړې د رامنځته کېدو خبر تایید کړی دی.
شنونکي وایي چې د تاوتریخوالي د کمېدو او د انرژۍ د لېږد د احتمالي خنډونو د له منځه تلو له امله نړیوالو بازارونو مثبت غبرګون ښودلی او د نفتو بیې راټیټې شوې دي.


