یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په لومړۍ وینا کې د...

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په لومړۍ وینا کې د افغانستان په تړاو څرګندونې کړې دي

ویب ډیسک

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په لومړۍ وینا کې د افغانستان په تړاو څرګندونې کړې دي.

 

نوموړي ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد په تاریخ کې یوه شرموونکې شېبه وه.

 

ډونالډ ټرمپ کانګرس ته له واک رسېدو وروسته په لومړۍ وینا کې خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۱ کال اګسټ کې پر کابل نړیوال هوايي ډګر د برید یو مسوول د پاکستان په همکارۍ ورسپارل شوی او ژر به محاکمه شي.

 

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر کابل نړیوال هوايي ډګر د داعش خراسان څانګې برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو په ګډون ۱۸۳ کسان ووژل او له ۱۵۰ زیات نور ټپيان شول.

 

امریکا ته د کابل نړیوال هوايي ډګر د برید مسوول سپارلو کې د پاکستان همکارۍ ته په غبرګون کې د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت مرستیال، شاه محمود میاخېل وايي، په تېرو پنځه ویشتو کلونو کې چې کله د امریکا او پاکستان اړیکې مخ په خرابېدو شوې دي، هر ځل یې د امتیاز اخیستلو لپاره امریکا ته یو څوک سپارلی دی.

 

د پاکستان په همکارۍ د کابل نړیوال هوايي ډګر د برید مسوول کس د هویت په تړاو نور جزییات نه دي ورکول شوي.

# #Afghanistan #Kabul #USA #aug2021

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه