یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان ،په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۳...

افغانستان ،په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۳ زره ۵۳۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

ویب ډیسک

د ټولګټو وزارت وایي چې په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۳ زره ۵۳۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

 

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نفتي او غیرنفتي توکو دا لېږد رالېږد د روان کال د ثور له ۵ مې تر ۱۸مې نېټې پورې د حیرتان، آقینې، تور غونډۍ او خواف – هرات له لارو شوی دی.

 

د خبرپاڼې له مخې چې د حیرتان بندر له لارې ۱۱۸ زره ۸۸۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۱ زره ۸۳۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۱ زره ۱۲۵ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۱ زره ۶۸۵ انتقالات شوي دي.

 

د سرچينې د معلوماتو له مخې چې د دې لېږد رالېږد یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي. “په تیرو دوو اوونيو کې (۶۸۷۱) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې یوه برخه یې وچه میوه، معدني ډبرې، وریجې، د آنار جوس او کچالو دي.”

 

د ټولګټو وزارت همداراز ویلي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو د کچې په لوړېدو سره کاري فرصتونه برابریږي او د ملي عوایدو په زیاتېدو سره اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

 

د دغه وزارت مسوولینو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو په برابرولو سره سوداگرو ته د اسانتیاوو د رامنځته‌کولو ډاډ هم ورکړی دی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه