د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په سېنېټ کې د وينا پر مهال پر جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند او د هغه پر مشر مولانا فضل الرحمان نيوکې کړې دي.
نقوي ويلي، مولانا فضل الرحمان د تېرې ورځې په څرګندونو کې پر دولت د لاړو توکلو خبره کړې وه. د هغه په وينا، ځينې کسان تر هغه دولت د مور په څېر ګڼي چې مالي ګټه ترې ترلاسه کوي، خو کله چې په حکومت کې ونډه ونه لري، بيا پرې نيوکې کوي.
نوموړي د ايران د سفر په اړه وويل، چې دغه سفر د دفاعي تړون لپاره نه و، بلکې د روان کړکېچ د مهارولو په موخه تهران ته تللی و. هغه زياته کړه، چې د پاکستان لومړي وزير ورته د دې کار دنده سپارلې وه.
محسن نقوي وويل، چې پخوا يې د مولانا فضل الرحمان درناوی کاوه، خو د دولت په اړه د نوموړي وروستيو څرګندونو د درناوي لپاره ځای نه دی پرې ايښی.
نوموړي همداراز پر جمعيت علمای اسلام نيوکه وکړه، چې د ده په وينا، دغه ګوند د خپلو شخصي ګټو لپاره له اسلام څخه کار اخلي. دا څرګندونې يې وروسته له هغې وکړې چې د ياد ګوند سناتور کامران مرتضی د هغه د خبرو پر وړاندې اعتراض وکړ.


