د میوندۍ ملالۍ د مقبرې د بیارغونې لپاره تخنیکي سروې شوې

0
42

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د میوندۍ ملالۍ د مقبرې د بیارغونې لپاره لومړنۍ تخنیکي سروې کړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د هنر او فرهنګ مرستیال وزیر، شیخ عبدالرحمان طیبي، د تخنیکي انجنیرانو په ملتیا د مقبرې لیدو ته تللی او د هغې د بیارغونې لپاره یې لومړنۍ ارزونه کړې ده.

وزارت وايي، د سروې پر مهال د مقبرې د ساتنې اړتیاوې څېړل شوې او د ودانۍ د بنسټیز ترمیم لپاره د مناسبو لارو چارو ارزونه شوې ده.

میوندۍ ملالۍ د افغانستان په تاریخي روایتونو کې د مېړانې او سرښندنې له څېرو څخه ګڼل کېږي. د هغې مقبره هم د هېواد له تاریخي او فرهنګي میراثونو څخه ده.

تر اوسه په ورکړل شویو معلوماتو کې د بیارغونې د چارو د پیل او بشپړېدو لپاره د کومې ټاکلې نېټې یادونه نه ده شوې.