په پښین کې ۱۴۴مه ماده نافذه شوه؛ د امنیتي عملیاتو د سختولو لارښوونه

0
48

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو په مشرۍ د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۲۶مه په پښین ولسوالۍ کې د امن او امان په اړه غونډه شوې، چې پر مهال یې د امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې شوي او د جرمي فعالیتونو پر وړاندې د عملیاتو د سختولو لارښوونه شوې ده.

د غونډې پر مهال لانګو ویلي، د پښین په ګډون د بلوچستان د ټولو سیمو د خلکو د سر او مال ساتنه او د امنیت ټینګښت د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي همداراز اعلان کړی چې په پښین ولسوالۍ کې ۱۴۴مه ماده نافذه شوې ده.

په غونډه کې د بلوچستان د صوبایي اسمبلۍ د عامه حسابونو کمېټې مشر اصغر ترین، د اسمبلۍ غړو سید ظفر اغا او اسفندیار کاکړ، د کورنیو چارو اضافي مشر سکرتر حمزه شفقات، سیمه‌ییزو چارواکو، پولیسو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی و.

دا غونډه په داسې حال کې شوې چې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې د پښین په بېلابېلو سیمو کې وسلوال بریدونه شوي، چې دولتي ودانۍ، دولتي کارکوونکي او بانکونه پکې په نښه شوي دي. د دغو پېښو د ډېریو مسوولیت د پاکستان له لوري ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوڅو بېلتون غوښتونکې ډلې (بي اېل اې) منلی دی.