د افغانستان واکمن حکومت د ۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

0
64

د افغانستان د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د شاوخوا پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې شوې دي.

په دغو پروژو کې د اقینې ګمرک د ځینو برخو جوړول، له هلمند دوه‌لارې څخه تر هرات پورې د لویې لارې د لومړۍ برخې بیارغونه، د برېښنا د وېش‌ځایونو او لینونو جوړول او په کابل کې د ځینو سړکونو جوړول شامل دي.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د دغو پروژو لګښت به د افغانستان د واکمن حکومت له بودجې ورکول کېږي.