افغانستان ۲۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته لېږلي

0
38

د افغانستان د ملي معیارونو ادارې چارواکي وايي، د بې‌کیفیته تېلو ۲۶ ټانکرونه یې بېرته ایران ته لېږلي دي.

د یادې ادارې په وینا، په دې وروستیو کې یې هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

ادارې له سوداګرو غوښتي چې افغانستان ته د معیارونو برابر توکي وارد کړي، کنه له قانوني چلند سره به مخ شي.

د ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د اوسني حکومت له واکمنېدو راهیسې د بې‌کیفیته نفتي توکو سلګونه ټانکرونه هم بېرته اړوندو هېوادونو ته ګرځول شوي دي.