د میزان میاشت کې د افغانستان له اوسپنې پټلیو څه باندې ۸۲۸ زره ټنه توکي لېږدول شوي

0
32

د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، د میزان (اکتوبر) په میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې ۸۲۸ زره او ۹۶۸ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په وینا، په دې موده کې د حیرتان بندر له لارې ۵۳۶ زره او ۴۳۰ ټنه، د آقینې له لارې ۶۱ زره او ۹۵۱ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۹۳ زره او ۲۴۶ ټنه او د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۳۷ زره او ۳۴۱ ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د نوموړي په خبره، په لېږدول شویو توکو کې نفتي او غیرنفتي توکي شامل دي. همداراز، د میزان په میاشت کې د ۱ زره او ۸۵۳ ټنه ګاز لرونکو څښاکونو، معدني ډبرو او وچې مېوې صادرات هم شوي دي.

د افغانستان واکمن حکومت وايي، هڅه کوي چې سوداګرو ته د توکو د لېږد اسانتیاوې برابرې او لا ښې کړي.