د راپورونو له مخې، د اسپانیا په کاستیا-لا مانچا سیمه کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۶۴ کسان مړه او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، پېښه د چهارشنبې په سهار د مادرید ښار سوېل ته شوې ده. د ټپیانو له ډلې د ۱۵ کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د پېښې له امله د مادرید او د اسپانیا د سوېلي سیمو ترمنځ د چټکچلونکو اورګاډو پر اصلي پټلۍ د تګ راتګ بهیر اغېزمن شوی او ځنډ پکې رامنځته شوی دی.
د پېښې د لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.


