د پاکستان د پنجاب ایالت په کوټ ادو سیمه کې پر یوې درې کلنې ماشومې د جنسي تېري په تور یو کس نیول شوی دی.
د ځايي پولیسو په وینا، تورن کس چې د سبزیو پلورلو کراچۍ یې درلوده، د امنیتي کمرې د انځورونو په مرسته د پېښې له راپور کېدو دوه ساعته وروسته نیول شوی دی.
پولیسو ویلي، د ماشومې د پلار په شکایت د سرور شهید ښار په تاڼه کې قضیه ثبت شوې او د ماشومې روغتیايي معاینات هم ترسره شوي دي.
د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز هم د تورن کس نیول کېدل تایید کړي دي.


