د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت د روغتیا ریاست ویلي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د ام پاکس ناروغۍ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په دغه ایالت کې د پېښو ټول شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.
د روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په پېښور کې د دې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي او یو کس هم مړ شوی دی.
د روغتیا ریاست په وینا، تبه، سرخوږی، د بدن درد او پر پوستکي د دانو یا تڼاکو راختل د ام پاکس ناروغۍ له نښو څخه دي. د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره سپارښتنه شوې چې له اخته کسانو سره له نږدې تماس څخه ډډه وشي.


