ټرمپ: ایران له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی، خو پر ژمنو یې باور نه شي کېدای

0
10
mockups-design.com

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره خبرې اترې په ښه توګه روانې دي او تهران غواړي له واشنګټن سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکا په فلوریډا ایالت کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، له ایران سره د خبرو اصلي ستونزه دا ده چې د دغه هېواد پر ژمنو باور کول ستونزمن دي؛ ځکه د نوموړي په وینا، ایران هوکړې کوي، خو وروسته ترې په شا کېږي.

نوموړي د قطر په کوربه‌توب د روانو خبرو اترو په اړه وویل، امریکا د هوکړې لپاره بیړه نه لري.

له ایران سره د احتمالي پوځي برید په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل، که امریکا د برید پرېکړه وکړي، نو دا به له مخکې اعلان نه کړي.

هغه یو ځل بیا ادعا وکړه چې امریکايي ځواکونو د ایران سمندري او هوايي ځواکونه او د وسلو جوړولو وړتیا له منځه وړې ده.