د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چمن ولسوالۍ کمېټې د برېښنا د پرلهپسې پرې کېدو، د برېښنا د لوړو بلونو، ناامنۍ او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سوداګریزو لارو د تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د یادو ستونزو د ژر حل غوښتنه یې کړې ده.
د ګوند د چمن ولسوالۍ کمېټې میاشتنۍ غونډه د دې کمېټې د سرپرست منشي حاجي جمال خان اڅکزي په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د ګوند د بېلابېلو څانګو د فعالیتونو او تشکیلاتي چارو ترڅنګ د روانو ستونزو په اړه هم خبرې وشوې.
په غونډه کې د تحریک خپلواکۍ د مخکښ خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي د تلین په مناسبت د ډسمبر پر دویمه د جوړېدونکې غونډې پر چمتووالي هم بحث وشو او د مراسمو د سمبالولو لپاره بېلابېلې کمېټې وټاکل شوې.
د غونډې ویناوالو وویل، په چمن کې د برېښنا اوږده پرې کېدنه او د لوړو بلونو اخیستل د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. د دوی په وینا، د برېښنا د پیسو راټولولو پر مهال له بېوزلو خلکو سره سخت چلند کېږي، خو د دوی په ادعا، بانفوذه پوروړي له ورته چلند سره نه مخ کېږي.
دوی دغه راز د چمن ښار او کوټې ـ چمن پر نړیواله لویه لاره د غلاوو، شوکو او ناامنۍ د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دې وضعیت د خلکو ترمنځ وېره خپره کړې ده.
د ګوند استازو د ډیورنډ کرښې او د دوستۍ دروازې په ګډون د سوداګریزو لارو تړل کېدل هم د سیمې د خلکو پر اقتصاد ناوړه اغېز وباله او زیاته یې کړه چې زرګونه سوداګر، مزدوران او عام وګړي یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
غونډې له اړوندو ادارو وغوښتل چې د برېښنا د پرې کېدو ستونزه هواره، امنیت بېرته ټینګ او د سوداګرۍ لارې پرانیزي. د ګوند غړو خبرداری ورکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شي، د خلکو د ستونزو د حل لپاره به پراخ لاریونونه پیل کړي.


