د خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او ازاد کشمیر په ګڼو سیمو کې د ۵.۳ درجې زلزلې ټکانونه احساس شوي

0
36

د خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او ازاد کشمیر په بېلابېلو سیمو کې د زلزلې سخت ټکانونه احساس شوي، چې له امله یې خلک له ودانیو بهر وتلي دي.

د راپورونو له مخې، د زلزلې ټکانونه په پېښور، سوات، مانسهره، مردان، باجوړ، مالاکنډ، پاراچنار او د نیلم درې په ګډون په ګڼو سیمو کې احساس شوي دي.

د زلزله‌پېژندنې مرکز د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت له ۴.۹ څخه تر ۵.۳ درجو پورې ثبت شوی او د ځمکې لاندې یې ژوروالی له ۱۱۲ څخه تر ۱۲۰ کیلومترو پورې و.

تر اوسه د ځاني او مالي زیانونو په اړه کره راپور نه دی ورکړل شوی.