جاپان: په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، د بزګرانو ملاتړ دې وشي

0
24

په کابل کې د جاپان سفارت په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کښت د کمولو په برخه کې د ترسره شویو هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د کوکنارو کرکېله د پام وړ کمه شوې ده.

سفارت ټینګار کړی، چې د نشه‌یي توکو د کښت د مخنیوي لپاره باید هڅې روانې وساتل شي او پخوانیو کوکنار کرونکو بزګرانو ته د بدیلو کرنیزو بوټو د کرلو زمینه برابره شي، څو وکولای شي د حلالو کرنیزو محصولاتو له لارې خپل عاید ترلاسه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کښت د زیاتوالي خبر ورکړی دی.