په افغانستان کې د موسیقۍ پر بشپړ بندیز سربېره، یو شمېر هنرمندان له ګواښونو سره سره هڅه کوي چې د خپل هېواد دودیزه موسیقي او هنري میراث له منځه ولاړ نه شي.
د راپورونو له مخې، په کابل کې د موسیقۍ هغه پخوانی شور او ځوږ چې د ښار په کوڅو، هوټلونو، چایخونو او په ځانګړي ډول د موسیقۍ په تاریخي مرکز «کوڅه خرابات» کې اورېدل کېده، اوس چوپ شوی دی.
د افغانستان اوسني واکمن حکومت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د دیني ترانو پرته د موسیقۍ پر نورو ډولونو بندیز لګولی او د دغه بندیز څارنه د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کوي.
د یاد وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر ویلي، چې د اسلام له نظره موسیقي منع ده او د دوی په باور، د نورو بدیو لامل هم کېدای شي.
د موسیقۍ د بندیز له امله ډېری افغان سندرغاړي او د موسیقۍ غږوونکي له هېواده وتلي، خو پاتې هنرمندان اړ شوي چې خپل سازونه پټ کړي او یا یې بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي.
د کابل په تاریخي کوڅه خرابات کې هغه دوکانونه هم خپل پخوانی بڼه له لاسه ورکړې، چې پخوا به پکې د موسیقۍ بېلابېل سازونه پلورل کېدل. اوس ډېری دغه دوکانونه د خوراکي توکو، جامو او نورو ورځنیو اړتیاوو د پلور لپاره کارېږي.
سره له دې، ځینې هنرمندان په پټه خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکوي. یوه ربابغږوونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي، تر هغه به رباب غږوي چې ژوندی وي او نه غواړي د خپلې کورنۍ او هېواد دا دودیز هنر له منځه ولاړ شي.
دغه هنرمند ویلي، رباب د افغانستان د کلتور او دودونو مهمه برخه ده او هڅه کوي دا هنر راتلونکو نسلونو ته ولېږدوي.
بل سندرغاړی وايي، که څه هم اوس په ښکاره سندرې نه شي ویلای، خو هېڅوک یې له زړونو څخه موسیقي نه شي ایستلای.
هغه زیاتوي، چې د خپلو رباب، هارمونیم، شپېلۍ، طبله او نورو سازونو د ساتلو لپاره یې په کور کې پټ کړي دي.
د موسیقۍ بندیز د هنرمندانو پر اقتصادي ژوند هم ناوړه اغېز کړی دی. یو ربابغږوونکی، چې پخوا یې د موسیقۍ په ښوونځي کې تدریس کاوه او د سازونو دوکان یې هم درلود، وايي چې د بندیز له امله یې دواړه کارونه له لاسه ورکړي دي.
د نوموړي په وینا، پخوا یې په ورځ کې شاوخوا ۱۰ زره افغانۍ عاید درلود، خو اوس د مزدورۍ له لارې په سختۍ ۱۰۰ افغانۍ ګټي او د خپلې کورنۍ د لګښتونو برابرول ورته ستونزمن شوي دي.
هغه وايي، د سازونو د دوکان تړل کېدو یې پر کورنۍ هم سخت اغېز کړی او پلار یې د همدې پېښې له امله له رواني فشار وروسته د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.
راپور زیاتوي، چې د بندیز په لومړیو کې ځینو هنرمندانو په پټه هنري غونډې جوړولې، خو د څارنې او نیونو له زیاتېدو سره دا ډول غونډې هم له خطر سره مخ شوې دي.
یو ربابغږوونکی وايي، په یوې پټې هنري غونډه کې د ګډونوالو انځورونه چارواکو ته لېږل شوي وو، چې وروسته یې د امربالمعروف د کارکوونکو له خوا پر غونډه چاپه ووهل شوه او یو شمېر کسان ونیول شول.
دواړه هنرمندان وايي، د نیول کېدو له وېرې اوس له داسې غونډو ډډه کوي.
سره له دې چې د موسیقۍ راتلونکی په افغانستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی، دغه ربابغږوونکی غواړي خپل مشر زوی ته هم د رباب غږولو هنر ورزده کړي.
نوموړي ویلي، دا هنر له نیکونو څخه پلار ته، له پلار څخه ده ته او اوس غواړي زوی ته یې هم ولېږدوي، څو د کورنۍ دغه هنري میراث ژوندی پاتې شي.
بل سندرغاړی هم موسیقي د افغانانو د کلتوري پېژندنې نه بېلېدونکې برخه بولي او باور لري چې له افغان ټولنې څخه د موسیقۍ بېلول ناشوني دي.


