پاکستان: د ترهګرۍ مخنیوی د اړیکو عادي کولو اساسي شرط دی

0
15

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت وايي، د افغانستان له خاورې د ترسره کېدونکو ترهګریزو بریدونو مخنیوی د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا د حل لپاره مهم شرط دی او په دې برخه کې د افغانستان د اوسني حکومت پر وړاندې د پاکستان غوښتنې پر خپل ځای دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د شنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۳۱مه، د افغانستان د اوسني حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې ترهګري د پاکستان لپاره سره کرښه ده او د خپلو وګړو د امنیت په برخه کې له هېڅ ډول جوړجاړي سره موافق نه دی.

دغه وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د خرابېدو اساسي لامل د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو دوام دی او په وینا یې، د دغو فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راتلل د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې خنډ دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاته کړې، چې اسلام‌اباد به د خپلې پولې هغې غاړې ته د وسله‌والو ډلو شتون او فعالیتونه ونه زغمي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.

د وزارت په وینا، پاکستان د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د خپلو ملي ګټو او امنیت د ساتنې لپاره د اړینو اقداماتو حق لري او د خپلو وګړو د خوندیتوب هوډ یې باید کمزوري ونه ګڼل شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې پر یو بل د تورونو لګول، بې‌پایلې ژمنې او د پاکستان پر سیاستونو نیوکې به روان کړکېچ حل نه کړي او نه به د افغانستان اوسنی حکومت له خپلو مسؤلیتونو خلاص کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د اوسني حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له حریت راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې کابل د پاکستان سره د اړیکو د ترینګلتیا د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو له لارې وروستۍ هڅې کړې دي، خو دغو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.

مجاهد د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د پیغامونو تبادله هم تایید کړې او ویلي یې دي، چې د منځګړو هېوادونو او د افغانستان د اوسني حکومت د چارواکو هڅې هم د کړکېچ په کمولو کې بریالۍ شوې نه دي.

نوموړي د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې اسلام‌اباد له کابل سره د اختلافاتو د سوله‌ییز حل لپاره اړین چمتووالی نه لري.

د افغانستان د اوسني حکومت ویاند ټینګار کړی، چې افغانستان د رامنځته شویو ستونزو لامل نه دی او لا هم د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د اختلافاتو پر حل باور لري.