بلوچستان؛ د قلات خان د زوی شهزاده محمد خان احمدزی له درې ساتونکو سره تښتول شوی

0
51
Signature: b1CRbYYCwbFHyLJJ+vdcNOUW/A38e3K9IMJ5+cESHp4mdnbOnYnXXe6ge/ui6MSkV5gjRZaO15E8lqaVymBUvIukQwC2w+8hrRyBohGgMh6FOUOQ5Ymxrb3qHMvajj6bhrqOCZ3BFQygLPVveB9uDZ9uooXJfRY1/IhZbkCrEhwa6aQ2vbbVdpUjIDbCw3vKbXK4nad87cpISJepHubsVJ4R9pugeC8YOnUrxxnkRVSukSpV/JuclTMnl7VclXIcb4m3dKGEqmt7R1BMY4ncI9wyPnawyjA7xq2nJQs4u4dw5sMhASc88hLWBTxYJLjCodHgF/clKXQxjhD991UYkPFJksAjhEmyy0UrdeVO8XVuFLvY7hM1w5TVpI9xDEtNLbac92p4QwSh1Zng7zpwyCeTZDde3+sSla4OFwDpsIg=

د بلوچستان د پولیسو د معلوماتو له مخې، د قلات خان سلیمان خان داوود زوی، شهزاده محمد خان احمدزی، له خپلو درېیو ساتونکو سره د بلوچستان د سوراب او قلات ترمنځ د نامعلومو وسله‌والو له خوا تښتول شوی دی.

د پولیسو په وینا، پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوې، چې نوموړی له خضدار څخه قلات ته پر لاره و.

پولیسو زیاته کړې، چې د پېښې تر خبرتیا وروسته اړوند امنیتي او قانون پلي کوونکي ادارې د نوموړي او د هغه د ساتونکو د خوندي خوشې کولو لپاره هڅې کوي.