افغانستان او قزاقستان د درملو او روغتیايي توکو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

0
12

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد له قزاقستاني چارواکو سره په لیدنو او د دواړو هېوادونو په سوداګریز او روغتیايي فورم کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، زاهد قزاقستان ته د سفر پر مهال د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او د پانګونې د شته فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ګډې پانګونې او تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا ترڅنګ، د درملو او روغتیايي وسایلو د تولید، کیفیت څارنې، د لابراتوارونو د وړتیا لوړولو او د مسلکي کارکوونکو د روزنې غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې، نوموړي د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د اړوندو ادارو له استازو سره هم کتلي دي. په دې لیدنه کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت او څارنې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د منظمو غونډو پر جوړولو هوکړه شوې ده.

د راپور له مخې، مولوي حمدالله زاهد د لیدنې په پای کې د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته افغانستان ته د سفر بلنه هم ورکړې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د عملي کولو لپاره ګامونه واخیستل شي.