د هند د ګجرات ایالت یوې محکمې د غواګانو د حلالولو په تور درې مسلمانان پر عمري بند محکوم کړي او پر هر یوه یې درې لکه هندي کلدارې جریمه هم لګولې ده.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د ګاندهينګر ولسوالۍ د اضافي ناستې محکمې قاضي بي. آر. راجپوت په خپل حکم کې ویلي، که د غواګانو د حلالولو لړۍ همداسې دوام وکړي او تورنو کسانو ته د قانون له مخې سزا ورنه کړل شي، ښايي دا څاروي له ځمکې څخه ورک شي.
د راپور له مخې، درې واړه کسان د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۲۲مه د ګاندهينګر ولسوالۍ د کالول سیمې په یوه کور کې د غواګانو د حلالولو، غوښې چمتو کولو او پلورلو په تور نیول شوي وو.
د څارنوالۍ په وینا، له نیول شویو کسانو څخه چاقوګان، تبرونه، ترازو، رسۍ او نقلیه وسایط هم ترلاسه شوي وو، چې ټولیز ارزښت یې ۳ لکه او ۶۱ زره او ۵۴۰ هندي کلدارې ښودل شوی دی.
محکمې د شاهدانو، د پولیسو د پلټونکو او یوه وترنر ډاکټر د څرګندونو پر بنسټ د درېیو کسانو پر وړاندې تورونه ثابت بللي دي. همداراز، د ګجرات ایالت د څارویو د ساتنې قانون له مخې یې هر یوه ته لس کاله بند او یوه لک هندي کلدارې جریمه هم ټاکلې ده. دواړه سزاوې به په یو وخت کې عملي کېږي.
په همدې قضیه کې دوه نور تورن کسان د کافي شواهدو د نشتوالي له امله برائت ترلاسه کړی دی.
د ګجرات ایالت مرستیال وزیر اعلی هرش سنګوي د محکمې د پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په دغه ایالت کې به د غواګانو د حلالولو په برخه کې د قانون سرغړونه ونه زغمل شي.


