د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د درېیو شل اوریزو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۷ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د زمبابوې لوبډلې په ۱۴۰ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د سیالۍ ګټلو ته ونه رسېده.
د افغانستان په توپوهنه کې اعجاز احمدزي په ۲۰ توپونو ۵۲ منډې جوړې کړې، شاهدالله کمال ۴۶ او راشد خان په ۱۰ توپونو ۳۰ چټکې منډې وکړې.
د توپ اچونې په برخه کې فضل حق فاروقي درې، او عظمت الله عمرزي، مجیب الرحمن او راشد خان دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې شاهدالله کمال یوه وېکټه واخیسته.
د یادونې ده چې افغانستان تر دې وړاندې هم د زمبابوې او بنګلهدېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو درېاړخیزه لوبلړۍ ګټلې وه. افغان لوبډله به اوس هڅه کوي چې د شل اوریزو سیالیو په پاتې لوبو کې هم خپلې بریاوې وغځوي.


