د پاکستان پخوانی د پوځ مشر جنرال عبدالوحید کاکړ په راولپنډۍ کې ومړ

0
45

د پاکستان د پوځ پخوانی مشر، متقاعد جنرال عبدالوحید کاکړ، په راولپنډۍ ښار کې مړ شوی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا، فیلډ مارشال عاصم منیر او د پوځ ټولو پوځي رتبو لرونکو د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

د یادې څانګې په خبرپاڼه کې د جنرال عبدالوحید کاکړ پوځي خدمتونه او مشري ستایل شوې او د هېواد او پوځ لپاره یې د نوموړي خدمتونه یاد شوي دي.

د پاکستان پوځ د نوموړي له کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، د هغه لپاره د جنت الفردوس دعا هم کړې ده.