شهباز شریف: په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې له افغانستانه وسله‌وال پاکستان ته راوستل شوي وو

0
12

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د ځانګړو او اړینو شرایطو له امله د ګورنر واکمني او بېړنی حالت نافذ شوی او که دا پرېکړه پر خپل وخت نه وای شوې، ښايي دغه ولایت له نورو زیانونو سره مخ شوی وای.

نوموړي د مسلم لیګ (ن) د خیبر پښتونخوا له پارلماني ډلې سره په لیدنه کې ویلي، حکومت هڅه کړې چې د خبرو اترو له لارې ستونزې حل کړي، خو د ده په وینا، د مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د ګډې کمېټې له ۴۸ ساعته خبرو وروسته هم د هوکړې د مسودې منظوري ترلاسه نه شوه.

شهباز شریف زیاته کړې، د خلکو، هېواد، اقتصاد او ټولنې د زیانونو د مخنیوي لپاره پرېکړه اړینه وه.

نوموړي د خیبر پښتونخوا پر تېرو ۱۳ کلونو واکمنۍ هم نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې په دې موده کې په دغه ولایت کې څومره پوهنتونونه او روغتونونه جوړ شوي دي. هغه ویلي، له پېښوره تر کوهستان، هزاره او جنوبي سیمو پورې ګڼې ستونزې د نه پاملرنې له امله پر ځای پاتې دي.

د پاکستان لومړي وزیر د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو یادونه هم کړې او ادعا یې کړې چې په دې کلونو کې له افغانستانه وسله‌وال بېرته پاکستان ته راوستل شوي او مېشت کړل شوي دي. د هغه په وینا، د ترهګرۍ بیا زیاتېدو پاکستان ته درانه زیانونه اړولي دي.

نوموړي ویلي، سیاسي او پوځي مشرتابه د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې کړې دي. د ده په خبره، د نړیوالو حالاتو او د خلیج د جګړې له امله د انرژۍ بیې لوړې شوې، خو حکومت د خلکو د مرستې لپاره د تېلو د بیو د مرستې پروګرام پیل کړی دی.

شهباز شریف زیاته کړې، د دغه پروګرام له لارې شاوخوا ۱۳ میلیونه کسانو ګټه اخیستې او حکومت د خلکو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیارده پاکستانۍ کلدارې ځانګړې کړې دي.

هغه ټینګار کړی چې مسلم لیګ (ن) به په خیبر پښتونخوا کې د پرمختګ، سوکالۍ او د خلکو د خدمت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.