امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت په پام کې لري په دغه هېواد کې د کډوالۍ په مرکزونو کې د ساتل شویو یو شمېر افغانانو د ایستلو او پاکستان ته د لېږدولو لپاره چمتووالی ونیسي.
د راپورونو له مخې، ښايي د دغو افغانانو د لېږد لپاره الوتنه په راتلونکو اوونیو کې ترسره شي؛ خو د دې پلان په اړه تر اوسه رسمي اعلان نه دی شوی.
بلخوا، د «افغان ایواک» بنسټ ویلي، چې په پام کې نیول شوي کسان د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم رانغاړي، چې په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د سیاسي بدلونونو تر مخه یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.


