د نوشکي د نجونو کالج کې ډزې؛ درې زده‌کوونکې ټپیانې شوې

0
38

د بلوچستان په نوشکي کې د نجونو په دولتي کالج کې د درېیو نقاب‌اغوستونکو وسله‌والو په ډزو کې درې زده‌کوونکې ټپیانې شوې دي، چې د یوې روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.

د کالج د ادارې په وینا، بریدګرو تر ډزو مخکې امنیتي کمرې او د مدیر دفتر هم زیانمن کړي دي. ټپیانې زده‌کوونکې د میر ګل خان نصیر تدریسي روغتون ته لېږدول شوې دي.

د پېښې لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی.