افغانستان مصر، عراق او یمن ته د درملو صادرات پیل کړي

0
58

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د درملو او طبي توکو د تولید ۱۱۷ کارخونې فعالې دي، چې له ډلې یې څلورو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) معیارونه پوره کړي او نړیوال سندونه یې ترلاسه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د دغه وزارت د درملو او طبي توکو د برابرولو برخې مشر مولوي عبدالبصیر قانع د «افغانستان روغتیا» په نوم د روغتیايي خبرونو په دویم نړیوال کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان د درملو او طبي توکو شاوخوا ۳۰ سلنه اړتیاوې د کورني تولید له لارې پوره کېږي.

د نوموړي په وینا، اوس مهال په افغانستان کې د درملو ۴۰۰ ډولونه تولیدېږي، چې په یو شمېر روغتونونو کې هم ترې ګټه اخیستل کېږي.

قانع زیاته کړې، چې د درملو ۱۸ نورې کارخونې هم هڅه کوي د روغتیا نړیوال سازمان معیارونه پوره کړي او نړیوال سندونه ترلاسه کړي.

هغه ویلي، چې په افغانستان کې تولید شوي درمل مصر، عراق او یمن ته هم صادر شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کورني تولید پراختیا کولای شي د درملو په برخه کې پر وارداتو تکیه راکمه او په هېواد کې د اړینو طبي توکو د لاسرسي کچه لوړه کړي.

خو د دې صنعت د لا پراختیا لپاره د درملو د کیفیت، خوندیتوب او اغېزمنتیا ساتل او نړیوالو معیارونو ته ژمنتیا مهمه بلل کېږي.