په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو یو شمېر ایسار شوي توکي لیلام ته وړاندې شوي دي. د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي لارو له تړل کېدو وروسته د دغو توکو د لېږد ستونزې لا پسې زیاتې شوې دي.
د لیلام یوه شرکت په خپرو شویو انځورونو کې ښودلې چې د افغان سوداګرو د مالونو کانتینرونه پرانیستل شوي او توکي یې احتمالي پېرودونکو ته ورښودل کېږي.
د راپورونو له مخې، د بندر لوړې مالیې او د توکو د ساتنې ورځني لګښتونه د دې لامل شوي چې ځینې سوداګر خپل مالونه له بندر څخه ونه شي ایستلای.
افغان سوداګر مطیعالله رسنيو ته ویلي، چې د دغو مالونو لیلام څو ورځې وړاندې پیل شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې مالونه د خپلو خاوندانو له خبرولو او قانوني خبرتیاوو وروسته لیلام ته وړاندې شوي، خو سوداګر لا هم کولای شي محکمې ته عریضه وکړي او د لیلام د درولو غوښتنه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو د افغان سوداګرو د مالونو لیلام د سیمهییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی.
پاکستان د روان میلادي کال په لومړیو کې افغان سوداګرو ته اجازه ورکړې وه چې په خپلو بندرونو کې ایسار شوي ترانزیټي توکي بېرته افغانستان یا نورو هېوادونو ته ولېږدوي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان په بندرونو کې شاوخوا ۱۵ زره کانتینرونه او نور بارونه د افغان سوداګرو وو.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې چارواکو د روان کال په فبرورۍ کې ویلي وو چې له دغو توکو څخه تر ۶۰ سلنې ډېر بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته لېږدول شوي او یوه برخه یې د ایران چابهار او بندرعباس بندرونو ته انتقال شوې ده. خو لا څرګنده نه ده چې څومره کانتینرونه لا هم په کراچۍ بندر کې ایسار دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخواني چارواکي یونس مومند ویلي، چې اوس لیلام شوي توکي د هغو بارونو برخه ده چې مالکانو یې د لوړو مالیو او د ساتنې د لګښتونو له امله له بندر څخه د ایستلو وس نه درلود.
د افغانستان واکمن حکومت په وار وار پاکستان تورن کړی چې سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې سیاسي موخو ته کاروي. خو پاکستان د لارو تړل کېدل د امنیتي اندېښنو له مخې بولي.
د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ ارزښت ۲ میلیارد او ۴۶۱ میلیونه ډالرو ته رسېده، خو په ۲۰۲۵ کال کې دا کچه ۱ میلیارد او ۷۶۶ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې وه. د روان کال تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لارې هم تړلې پاتې دي.


