په پاکستان کې د یوې اونۍ پر مهال ۵۱۷ افغانان نیول شوي او نږدې ۳۹۰۰ نور افغانستان ته ستانه شوي

0
68

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان په ګډ راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۱۱مې تر ۱۷مې نېټې پورې په پاکستان کې ۵۱۷ افغان کډوال نیول شوي دي.

د راپور له مخې، د افغانانو د نیولو شمېر د تېرې اونۍ په پرتله ۴۷ سلنه کم شوی دی. یاد کسان د بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په همدې یوه اونۍ کې ۳ زره او ۸۸۳ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له ډلې یې ۴۹۹ کسان په زور ایستل شوي دي.

د دواړو نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۷مې پورې نږدې ۲ میلیونه او ۷۴۴ زره افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.