په ترکیه کې د افغان کډوالو د وهلو او شکنجې ادعاوې شوې دي

0
8

یو شمېر افغان کډوال وايي، د ترکیې سرحدي پولیسو ځینې نیول شوي افغانان وهلي، شکنجه کړي او له هغوی سره یې ناوړه چلند کړی دی.

د دغو کډوالو په وینا، نیول شوي کسان بربنډ شوي او سخت وهل شوي دي. دوی ادعا کوي چې د ځینو کسانو پر بدنونو د جوشو اوبو په اچولو هم شکنجه شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرې شوې یوې ویډیو له مخې، د څو افغان ځوانانو پر بدنونو د وهلو ټکولو نښې او ټپونه لیدل کېږي. د ویډیو خپروونکی وايي، دا پېښه د لړم په ۸مه د ترکیې د ماکو او چالدران سیمو ته څېرمه رامنځته شوې ده.

تر دې وړاندې هم یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکو په چالدران سیمه کې د ترکیې سرحدي ځواکونه پر شکنجه، د خوړو پر نه برابرولو او جبري کارونو تورن کړي وو.

د ترکیې د بشري حقونو ټولنې هم په یوه راپور کې د پناه‌غوښتونکو پر وړاندې د شکنجې او ناوړه چلند بېلابېلې پېښې ثبت کړې دي.

بلخوا، د ترکیې پولیس وايي چې له کډوالو سره د دوی چلند د کورنیو او نړیوالو قوانینو له مخې ترسره کېږي او نیول شویو کسانو ته خواړه، اوبه او روغتیايي خدمتونه برابروي.