پاکستان له افغانستان سره د خبرو لپاره د امریکا د منځګړیتوب هرکلی کړی

0
12

پاکستان له افغانستان سره د خبرو اترو د اسانتیا په موخه د امریکا د هڅو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره رغنده خبرو ته چمتو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نومبر پر لومړۍ نېټه رسنيو سره په خبرو کې ویلي، اسلام‌اباد د امریکا او نورو هېوادونو هغه هڅې ستایي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو د زمینې برابرولو لپاره یې کوي.

د نوموړي په وینا، پاکستان هغه مهال له افغانستان سره خبرو ته چمتو دی چې د دغه بهیر له لارې یې د امنیت په برخه کې اندېښنو ته په عملي او څرګند ډول ځواب وویل شي.

ویاند زیاته کړې، د مانا لرونکو خبرو لپاره اړینه ده چې د افغانستان واکمن حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، بلوچ لېبرېشن آرمي (بي اېل اې) او نورو وسله‌والو ډلو پر وړاندې د دوامدارو او د تایید وړ اقداماتو ژمنه وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ ویلي وو، واشنګټن چمتو دی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې رغنده رول ولوبوي.

روبیو ویلي، امریکا د پاکستان امنیتي اندېښنې اورېدلې او نه غواړي چې دغه هېواد د ترهګریزو بریدونو هدف وګرځي. نوموړي ټینګار کړی چې امریکا د هر ځای د ترهګرۍ مخالفت کوي.

بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د افغانستان د واکمن حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، ترهګري د پاکستان لپاره سره کرښه ده او د خپلو وګړو پر امنیت به جوړجاړی ونه کړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د واکمن حکومت له بیا واکمنېدو وروسته ترینګلې شوې دي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې له افغان خاورې فعالیت کوونکې وسله‌والې ډلې په پاکستان کې بریدونه کوي، خو کابل دا تورونه ردوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ په تېرو کلونو کې څو ځله سرحدي نښتې او هوايي بریدونه هم شوي دي.