کوټه کې پر ماشوم د جنسي تېري په تور یو کس نیول شوی

0
26

د کوټې ښار د پښتون‌اباد سیمې پولیسو پر یوه کم‌عمره ماشوم د جنسي تېري په تور یو شکمن کس نیولی دی.

د پولیسو په وینا، له پېښې تر خبرېدو وروسته یې په دوو ساعتونو کې تورن کس نیولی دی.

پولیس زیاتوي، چې د نیول شوي کس پر وړاندې په بېلابېلو پولیسو حوزو کې د غلا او نورو جرمونو دوسیې هم ثبت دي.

د نوموړي پر وړاندې قضیه ثبت شوې او په اړه یې قانوني څېړنې روانې دي.