افغان پلاوی د «سمیک» غونډې لپاره روسیې ته ولاړ

0
34

د افغانستان د معیارونو او کیفیت ادارې دوه کسیز پلاوی د اسلامي هېوادونو د معیارونو او کچ‌سنجي انسټیټیوټ (SMIIC) په کلنۍ عمومي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې کازان ښار ته تللی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، پلاوی د تخنیکي چارو د مرستیال مولوي محمد آصف قانع په مشرۍ سفر کړی او مولوي وحید احمد بدري هم پکې ګډون لري.

ټاکل شوې، دغه غونډه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۶مې تر ۲۸مې پورې جوړه شي. په غونډه کې به د ادارې کلني فعالیتونه، بودجه، مالي چارې، اوږدمهاله تګلاره، د غړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي همکاري او راتلونکي پلانونه وڅېړل شي.

دغه انسټیټیوټ د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) تر څار لاندې فعالیت کوي او موخه یې د معیارونو همغږي، د توکو د کیفیت لوړول، د حلالو محصولاتو د معیارونو یو شان کول او د پېرودونکو د حقونو ساتنه ده.

د افغانستان د پلاوي د سفر موخه له اسلامي هېوادونو سره د تخنیکي او مسلکي همکاریو پیاوړتیا او د معیارونو ټاکلو په برخه کې له نړیوالو تجربو ګټه اخیستل بلل شوي دي.