ویب ډیسک
د افغانستان د خبرو اترو او پرمختګ – جنیوا مرکز وايي، «افغانستان کې د اساسي قانون د مشروعیت او سیاسي پروسې لپاره د لار نقشې» په اړه د انتالیا بهیر په چوکاټ کې ملي ډیالوګ پیلېږي.
ټاکل شوې چې دا ملي ډیالوګ د افغانستان د مدني ټولنو له لوري د روانې می میاشتې له ۲۶ مې تر ۲۷ مې د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره شي، چې د راتلونکې سیاسي پروسې لپاره د لار نقشې په اړه پکې خبرې کېږي.
د خبرو اترو او پرمختګ – جنیوا مرکز اعلامیه کې راغلي، چې د دیموکراتیک ځواک (ACDFN) د شبکې جوړول، چې په سیاسي بهیر کې ګډون او مشوره ولري، د ناستې مهمه برخه ده.
دغه مرکز د طالبانو له واکمنۍ وروسته تېرو درې کالو کې د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي ننګونو او پرمختګونو په تړاو د خبرو اترو لړۍ پیل کړې، چې په راتلونکې ناسته کې به یې هڅې سره یو ځای شي.
ویل شوي چې دا ناسته د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د هغو هڅو په دوام جوړېږي، چې غواړي افغانستان بېرته په نړیوال نظم کې داخل شي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سرچینې هم تاییدوي، چې ملګري ملتونه د یوې سیاسي طرحې په چوکاټ کې غواړي د افغانستان بېرته په نړیوال نظم کې مدغم کړي.
طالبان چې د دوحې قرارداد له مخې افغانستان کې حاکمان شوي دي، په تېرو درې کالو کې د افغانستان قضیې د سیاسي حل لپاره هېڅ ډول تګلاره نه ده وړاندې کړې او په بشپړ ډول د واک انحصار کې دي.
د دوحې تړون له مخې طالبان باید په افغانستان کې د افغانانو او مدني – سیاسي ټولنو ترمنځ د خبرو لړۍ پیل او د یوې سیاسي لار نقشې له مخې په افغانستان کې ولسواک نظام رامنځته کړي.
که څه هم طالبان دا لاره نه مني، خو د نړیوالې ټولنې هر ډول اړیکې تراوسه له طالبانو سره په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت، ښځو حقونو او ټولو سیاسي – مدني خواوو ته د ونډې ورکولو پورې مشروطې دي.
# #AFGHANITAN #CDP-G


