ويب ډيسک
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس حمیدالله نثار وايي، چې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د غزني ولایت مربوطاتو کې د رامنځته شویو ترافیکي پېښو له امله شاوخوا ۴۴ تنو هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۶ نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس په خبره، چې د دې ولایت مرستیال والي عبدالله حماد په مشرۍ امنیتي او د ژغورنې ټیم سیمې ته رسېدلی او شهـ. .یدان او ټپیان یې په عاجله توګه روغتونونو ته انتقال کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا ترافیکې پېښې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د غزني ولایت په مربوطاتو کې شوې دي، چې یوه پېښه کې ۵۸۰ بس ډوله مسافر وړونکی موټر د ګازو ټانکر سره او دویمه پېښه کې هم یو ۵۸۰ بس ډوله موټر له تش ټېلر سره ټکر شوي دي.


