یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيشعيه سني جګړه او د پېرنګي زړه حربه

شعيه سني جګړه او د پېرنګي زړه حربه

لیکنه :غني خان 

ژباړن: خاطر مانيروال

خان عبدالغني خان په خپل اثر The Pathan کښې د پېرنګيانو هغه منصوبه هم په ډاګه کړې چې څنګه ئې شعيه او سني په خپل منځ کښې په جنګ کړل او په افغانستان کښې ئې د پښتون باچا غازي امان الله خان حکومت له مينځه يوړو . نن که مونږ د غني خان د دې ليک په تناظر کښې په پښتون وطن کښې روانه ترهګري، بد امني او په کرمه کښې د شعيه او سني د موجوده او تېرو شخړو جاج اخلو نو پوهېږو چې دغه پاليسي څوک په وړاندي بوځي ….

“تيراه د سني مسلمانانو يو خوره وره ، بېداره‌ سيمه ده چې شعیه مسلمانان پکښې هم ژوند کوي . د مسلمانانو ډا ټولګے ډېر بېداره او سوچ لرونکي خلک دي . دا دواړه ډلې خلک په اصل نسل سوچه اپريدي دي – دوي د هند او افغانستان تر مينځه اوسي او هم له دې کبله مدام ظلم او کړاوونو سره مخامخ وي – کله چې امان الله خان خپله د پښتو شمله نېغه کړه او د پښتون هسې لاره يې خپله کړه نو دا په پېرنګي ښه اونه لګېده او امان الله خان لا د انګلستان په سفر ؤ چې پېرنګیانو ورته د سرو او سپینو زرو په زور افغانستان کښې اور ولګولو سنیانو نه شیاکان زیات بیدار وو ،ملا ئې او تړله چې د امان الله خان مرسته اوکړي او مېدان ته راوځي او هم دغسې سني ملايانو خپلې سينې وډبولې چې دا سړے به رانه نور واک نه کوي – دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې خان غازي امان الله خان د لوے زړه او پراخه سينې خاوند وو او د چا په مذهبي چارو کې به يې ګوتې نه وهلې.

ږیره ور او د پټکو خاوندان را پاڅېدل چې د ځوان باچا د غېر اسلامي او بې پښتو کړنو مخنیوے اوکړي په درنګ کښې اړ ے ګړے جوړ شو او د چا سره سره د شیعه ګانو مخالفت ته هم ښه زور ورکړی شو چې دا خلک حضرت عثمان صېب او د پېغمبر د زړه پورې ځوم وژونکي دي – تيراه سره خوا کښې په سمه سیمه کې د حضرت عثمان صیب مرستیال اوسېدل او دا د شیعه ګانو د لاسه د حضرت عثمان صېب د شهادت خبره تر هغوۍ سمه اورسولې شوه – ملايانو دا فتوی ورکړه چې د شيعه ګانو وژنه کار خير دے او چا چې شيعه مړ کړو نو هغه به نبغ جنت ته ځي. هر چا ټوپک را په غاړه کړو او د شيعاګانو په ښکار پسې پره شول .

شیعه ګانو د وژلو نه سربېره د هغوی مالونه کښتونه او باغونه هم ورتالان کړے شول او دا چې د سوونو کالو د چنارو زړې ونې هم وهلې شوې او دغسې ټوله دره يې په ډانډار واړوله – دا خلک دومره وځپلي شول چې د باچا څه ملاتړ او کړے شي. شیعه ګان د خپلې پوهې او عقل په بدل کښې د خپلو وینو او اوښکو سره تر غاړه وتل او باچا خپل واک او تخت دلاسه ورکړل . د خپلې خپلواکۍ د ساتلو په لار کې امان الله خان باچاي د لاسه ورکړه او شیعه ګانو خپل مالونه، کښتونه باغونه سرونه او بچي د لاسه ورکړل ځکه چې د باچا مرستیال او ملګري وو. دا زه په تاسو پرېږدم چې ددې قتل عام، لوټمار او الغاؤ تلغاؤ ګټې چاته اورسېدې؟

د قبايلو په زرها و کیسو کې دا یوه کیسه ده چې ټکي په ټکي رښتيا ده کېدے شي چې ځنې سنيانو ته دا نه وي معلومه چې دوي چا را پارولي وو خو هر شیعه ته دا جوته وه چې پر مونږ ګوزار چا کړے دے ۔ ځنې پښتانه ددې جوګه نه کړے شول چې امان الله خان بچ کړي خو په دې پوهېدل چې دوي هغه ولې بچ نه کړ ے شو.”

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه