دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌ییز تفاهمي مسودې ځینې جزییات خپاره...

د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌ییز تفاهمي مسودې ځینې جزییات خپاره شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د ۱۴ ماده‌ییز تفاهمي مسودې ځینې جزییات رسنیزې شوې دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د ۱۴ ماده‌ییز تفاهمي مسودې ځینې جزییات رسنیزې شوې دي.

د راپورونو له مخې، په مسوده کې راغلي چې د امریکا سمندري بندیزونه به د ۳۰ ورځو په موده کې پای ته ورسېږي او د ایران د نفتو او پټرولیمي محصولاتو پر صادراتو لګېدلي محدودیتونه به وځنډول شي.

همداراز، په مسوده کې د لبنان په ګډون په ټولو اړوندو جبهاتو کې د سمدستي او دایمي اوربند یادونه شوې ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، امریکا او د هغه متحدان به د ایران د بیارغونې لپاره لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارده ډالر برابر کړي. راپور زیاتوي چې په احتمالي وروستي تړون کې د ایران د توغندیز پروګرام او د مقاومت ډلو د ملاتړ موضوع نه ده شامله.

د مسودې له مخې، د خبرو اترو پر مهال به د ایران ۲۴ میلیارده ډالر کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي، او امریکا به د مذاکراتو له پیل وړاندې د ایران ۱۲ میلیارده ډالر کنګل شوې شتمنۍ هم خوشې کړي.

تر اوسه د دغو جزییاتو په اړه د امریکا له لوري رسمي دریځ نه دی خپور شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه