دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاېمل ولي خان: د خیبر پښتونخوا ایالت په بشپړه ډول ترهګرۍ ښکار...

اېمل ولي خان: د خیبر پښتونخوا ایالت په بشپړه ډول ترهګرۍ ښکار ده

ايمل ولي خان د پېښور د حسن خېل سيمې پر «اېف‌سي» ځواک پر پوستې د وسله‌والو بريد او د سوات په مټه کې د افضل ګوجر پر موټر د ډزو پېښه په سختو ټکو غندلې ده.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر سناتور ايمل ولي خان د پېښور د حسن خېل سيمې پر «اېف‌سي» ځواک پر پوستې د وسله‌والو بريد او د سوات په مټه کې د افضل ګوجر پر موټر د ډزو پېښه په سختو ټکو غندلې ده.

هغه ويلي، د حسن خېل په بريد کې د شپږو امنيتي سرتېرو وژل کېدل د ژورې خواشينۍ وړ دي او دا پېښه ښيي چې خيبر پښتونخوا په ځانګړي ډول د صوبې مرکز د ناامنۍ له جدي ګواښ سره مخ دی.

ايمل ولي خان زياته کړې، که امنيتي ځواکونه خپله د ترهګرو بريدونو هدف ګرځي، نو د عامو خلکو د سر او مال ساتنه به لا نوره هم ستونزمنه شي. نوموړي د بريد پر مهال د اوو سرتېرو د تښتول کېدو يادونه هم کړې او د هغوی د خوندي راخوشې کېدو غوښتنه يې کړې ده.

د عوامي نېشنل ګوند مشر د سوات د مټې په سيمه کې د افضل ګوجر پر موټر د ډزو پېښه هم غندلې او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې درې کسان وژل شوي دي. هغه وويل، که د باج غوښتنې او د پوليسو تر څار لاندې د بريد ترسره کېدو ادعاوې رښتيا وي، نو دا به د امنيتي وضعيت د لا خرابېدو خطرناکه نښه وي.

نوموړي له فدرالي او صوبايي حکومتونو وغوښتل چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره جدي، اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي او د امنيت د ټينګښت لپاره ګډه تګلاره خپله کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه