د پاکستان د پوځ ویاند دفتر (ISPR) ویلي، چې د پوځ د هوايي ځواک یوه «اېم آی-۱۷» هلیکوپټر د چهارشنبې په ورځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د مظفرآباد ښار په شاوخوا کې د الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله نسکور شوی دی.
د پوځ د ویاند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې په هلیکوپټر کې سپاره ټول پوځيان وژل شوي او هېڅوک ژوندی نه دی پاتې شوی. خو د وژل شویو کسانو کره شمېر نه دی ښودل شوی.
د خبرپاڼې له مخې، له پېښې وروسته ژغورنې او مرستندویه ډلې سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلې او د مرستې او پلټنو چارې یې پیل کړې دي.
آی اېس پي آر ویلي، چې د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره د پلټنې ځانګړی بورډ ټاکل شوی، څو د هلیکوپټر د لوېدو اصلي تخنیکي علتونه وڅېړي.
همدارنګه د پاکستان د پوځ لوی درستیز، د ګډو ځواکونو د لویو درستیزانو د کمېټې مشر او د پوځ نورو افسرانو او سرتېرو د دې پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
بلخوا د مظفرآباد مرستیال کمېشنر منیر احمد هم د هلیکوپټر د لوېدو پېښه تایید کړې، خو ویلي یې دي چې د نورو جزییاتو له ورکولو وړاندې د وضعیت د ارزونې لپاره د پېښې ځای ته روان دی.


