د بښنې نړیوال سازمان ویلي، هغه راپورونه چې ښيي په هرات ولایت کې یو شمېر ښځې د جامو د تګلارې د نه مراعاتولو په تور نیول شوې دي، ژورې اندېښنې راپاروي او د افغانستان د ښځو او نجونو پر حقونو د روان محدودیتونو څرګندونه کوي.
دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي، هره ښځه حق لري چې د خپلې خوښې جامې واغوندي، په ازاد ډول تګ راتګ وکړي، په ټولنیز ژوند کې برخه واخلي او له وېرې او ګواښ پرته ژوند وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان له واکمنو چارواکو غوښتي چې د نیول شویو ښځو د ځای او وضعیت په اړه معلومات خپاره کړي، د هغوی خوندیتوب تضمین کړي او خپلو کورنیو ته د هغوی خوندي ستنېدل یقیني کړي.
سازمان همدارنګه غوښتنه کړې چې هغه کړنې او تګلارې پای ته ورسېږي چې ښځې د جامو د انتخاب له امله په نښه کوي او د هغوی بنسټیز حقونه محدودوي.


