جمعه, جولای 17, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه کوټه کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تېزابو شیندونکی کس د...

په کوټه کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تېزابو شیندونکی کس د پولیسو په نښته کې ووژل شو

د بلوچستان د مرکز کوټې پولیس وايي، هغه کس چې د شنبې په ورځ یې پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب شیندلي وو، د لټونیزو عملیاتو پر مهال د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د بلوچستان د مرکز کوټې پولیس وايي، هغه کس چې د شنبې په ورځ یې پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب شیندلي وو، د لټونیزو عملیاتو پر مهال د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د کوټې د پولیسو مرستیال مشر ویلي، تورن همایون شاه د نوشکي بس تمځای ته نږدې لیدل شوی و. د ده په وینا، کله چې پولیسو ورته د وسلې د غورځولو امر وکړ، هغه پر پولیسو ډزې وکړې، چې وروسته د پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

د شنبې په ورځ د کوټې د سنډېمن ملکي روغتون د جراحي څانګې په یوه وارډ کې پر ډاکټر ماه نور ناصر تېزاب وشیندل شول. له پېښې وروسته د ځوانو ډاکټرانو ټولنې خبرداری ورکړی و، که تورن ژر ونه نیول شي، په روغتونونو کې به نامعلومه اعتصاب او د روغتیايي خدمتونو بایکاټ پیل کړي.

د پېښې عیني شاهدان وایي، د غرمې پر مهال یو ځوان د جراحي وارډ دروازه وټکوله او کله چې ډاکټر ماه نور ناصر بهر راووتله، نوموړي پرې تېزاب وشیندل.

د ټراما مرکز مسئول عین الدین قریشي ویلي، د بلوچستان د اعلی وزیر او د روغتیا وزیر په لارښوونه ټپي شوې ډاکټره سمدستي د آریا طبي علومو انسټیټیوټ ته ولېږدول شوه. د ډاکټرانو تر معاینې وروسته پرېکړه وشوه چې د لا ښه درملنې لپاره به کراچۍ ته انتقالېږي او د همدې لپاره هوايي امبولانس هم چمتو شوی دی.

د سنډېمن ملکي روغتون مشر ډاکټر عبدالهادي ویلي، د ډاکټرې د بدن شاوخوا پنځوس سلنه برخه زیانمنه شوې ده.

په دې پېښه کې د ډاکټرې مخ او د بدن نورې برخې سختې سوځېدلې دي. همداراز یو بل کس، چې د هغې د ژغورلو هڅه یې کوله، هم ټپي شوی دی.

د بلوچستان د اعلی وزیر ویاند شاهد رند ویلي، د څار کمرو د ثبت شویو انځورونو پر بنسټ د تورن پېژندنه شوې وه او د هغه د نیولو لپاره د پولیسو له لارې پراخ لټون پیل شوی و.

بل لور ته د سنډېمن ملکي روغتون مشر ډاکټر عبدالهادي ویلي، د پېښې له رامنځته کېدو سمدستي وروسته د روغتون کارکوونکو هڅه وکړه چې تورن ونیسي، خو هغه په تېښته بریالی شوی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه