چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاڅکزی: د چمن پولې د نه پرانيستل کېدو په صورت کې به...

اڅکزی: د چمن پولې د نه پرانيستل کېدو په صورت کې به پراخ احتجاج پيل کړو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي خبرداری ورکړی چې که د چمن پوله پرانیستل نه شي، نو دوی به پراخ احتجاجي پرلت پیل کړي او د سیمې ټولې چارې به وځنډول شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي خبرداری ورکړی چې که د چمن پوله پرانیستل نه شي، نو دوی به پراخ احتجاجي پرلت پیل کړي او د سیمې ټولې چارې به وځنډول شي.

نوموړي وویل، دوی له بلوڅو وروڼو هم غواړي چې په دې مبارزه کې ورسره اوږه په اوږه ودریږي. د هغه په وینا، دوی هېڅکله په بلوچستان کې د بلوڅو او پښتنو ترمنځ د کرکې او نفاق خبرې نه دي کړې، خو زیاته یې کړه چې په ځینو سیمو کې د پښتنو موټرونه او شتمنۍ سوځول کېږي چې زیان یې په خپله سیمې ته رسېږي.

اڅکزي وویل، که دا کار بلوڅان نه کوي، نو باید په ډاګه اعلان وشي چې کومه درېیمه کړۍ د دواړو قومونو ترمنځ د اختلافاتو او کرکې د خپرولو هڅه کوي.

هغه زیاته کړه چې په پښتني سیمو کې هره ورځ خلک وژل کېږي، خو د وژنو عاملین نه پېژندل کېږي. د ده په وینا، که دا کار د کومو پټو او نامعلومو ځواکونو له خوا کېږي، نو باید حقیقت خلکو ته څرګند شي.

محمود خان اڅکزي وویل چې پاکستان دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دی او هره نوې لانجمنه آئیني پرېکړه به د هېواد ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

نوموړي پر بلوچستان کې د سیاسي او اداري فساد نیوکه وکړه او ویې ویل چې له دولتي دندو نیولې تر سنا څوکيو پورې هر څه د پیسو په بدل کې پلورل کېږي. د هغه په خبره، کله چې یوه څوکۍ په لسګونو کروړه روپیو وپلورل شي، نو بیا د رښتینو او ولسي استازو لپاره په ټاکنو کې سیالي کول ستونزمن کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه