چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاې اېن پي: په بلوچستان کې د پښتنو د موټرو سوځول د...

اې اېن پي: په بلوچستان کې د پښتنو د موټرو سوځول د اندېښنې وړ خبره ده

د عوامي نشنل ګوند: د پښتنو ستونزې د وسلوالو لښکرو او شخصي ډلو په جوړولو نه حل کېږي، بلکې د اساسي قانون، سیاسي مبارزې، عصري زده کړو او پوهې پر بنسټ اقتصاد له لارې هوارېدای شي.

د عوامي نشنل ګوند (اې اېن پي) ویلي، د پښتنو ستونزې د وسلوالو لښکرو او شخصي ډلو په جوړولو نه حل کېږي، بلکې د اساسي قانون، سیاسي مبارزې، عصري زده کړو او پوهې پر بنسټ اقتصاد له لارې هوارېدای شي.

ګوند په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د حقونو ترلاسه کولو لپاره ټولې هڅې باید د قانون او اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره شي. د بیان له مخې، په هره متمدنه ټولنه کې وسله باید یوازې د دولت په واک کې وي او د غیر دولتي وسلوالو ډلو جوړول د سیمې د ډېرو ستونزو لامل ګرځېدلي دي.

اې اېن پي وایي، د بدلون په نوم د لښکرو جوړول تر هر چا لومړی پښتنو ته زیان رسوي، ځکه چې له دې سره د خلکو کاروبارونه، روزګار، ټولنیز ژوند او فکري بنسټونه زیانمنېږي.

بیان زیاتوي چې د پښتنو د ستونزو د تلپاتې حل لپاره باید عصري علومو، مسلکي زده کړو او د ځوانانو فکري روزنې ته لومړیتوب ورکړل شي، څو هغوی له افراطي فکرونو څخه وژغورل شي. د ګوند په وینا، د نننۍ نړۍ د پرمختګ یوازینۍ لار د پوهې پر بنسټ اقتصاد دی.

اې اېن پي همدارنګه ویلي چې د بلوچانو او پښتنو ترمنځ تاریخي او ورورګلویزې اړیکې شته او سیاسي اختلافونه باید د سوله‌ییزو او قانوني لارو له لارې حل شي.

ګوند په بلوچستان کې د پښتنو د موټرو سوځول او په کانونو کې پر بې وسلې مزدورانو بریدونه د سختې اندېښنې وړ بللي او غوښتنه یې کړې چې د دغو پېښو مخنیوی دې د قانون او دولتي واکمنۍ په چوکاټ کې وشي.

په بیان کې ویل شوي چې د خلکو امنیت د دولت مسئولیت دی او ولس باید د خپل امنیت لپاره وسلې ته لاس وانه چوي، بلکې دولت باید د وګړو د سر، مال او روزګار ساتنه یقیني کړي.

دغه څرګندونې د عوامي نشنل ګوند د مرکزي ویاند احسان الله خان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه