چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحسن نقوي: د فیلډ مارشال عاصم منیر ځانګړی لیک مې تهران ته...

محسن نقوي: د فیلډ مارشال عاصم منیر ځانګړی لیک مې تهران ته راوړی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې د اوسني سیمه‌ییز وضعیت په تړاو د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر ځانګړی لیک او د لومړي وزیر شهباز شریف مهم پیغام یې ایران ته راوړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې د اوسني سیمه‌ییز وضعیت په تړاو د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر ځانګړی لیک او د لومړي وزیر شهباز شریف مهم پیغام یې ایران ته راوړی دی.

نوموړي د شنبې په شپه تهران ته له رسېدو وروسته له ایراني رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د ایران د ستر مشر آیت الله مجتبی خامنه‌يي لپاره د فیلډ مارشال عاصم منیر ځانګړی لیک له ځان سره راوړی دی.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پیغام هم له ځان سره لري او هیله لري چې د سیمې روان کړکېچ به ژر تر ژره د ښه کېدو پر لور ولاړ شي.

محسن نقوي وویل: «زما په اند دا یو ډېر مهم پیغام دی او هیله لرم چې وضعیت به ډېر ژر ښه شي.»

تر دې وړاندې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په تهران کې له خپل ایراني سیال اسکندر مومني سره هم لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې وروسته اسکندر مومني وویل، پاکستان یو ستر هېواد دی او له ایران سره ګډ مذهبي، کلتوري او تاریخي ارزښتونه لري. هغه پاکستان د ایران نږدې دوست، ورور او ګاونډی وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیاوو له امله په منځني ختیځ کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه