جمعه, جولای 17, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيپه هرات کې ښځې د حجاب د نه مراعتولو له امله د...

په هرات کې ښځې د حجاب د نه مراعتولو له امله د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي

امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست کورنیو ته خبرداری ورکړی چې ښځې دې د ټاکل شوي حجاب مراعتولو ته وهڅوي، کنه د نیول کېدو له خطر سره به مخ شي.

د افغانستان د هرات ولایت ځايي سرچینې وایي چې د اوسني حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست کورنیو ته خبرداری ورکړی چې ښځې دې د ټاکل شوي حجاب مراعتولو ته وهڅوي، کنه د نیول کېدو له خطر سره به مخ شي.

د هغو اسنادو له مخې چې ځايي سرچینو رسنیو ته سپارلي، نارینه د خپلې کورنۍ د ښځو د حجاب د مراعتولو مسئول بلل شوي دي. په دغه لارښود کې ویل شوي چې که کومه ښځه له لمانځه‌څادر پرته، لوڅ مخ، تنګې جامې یا سینګار سره په عامه ځایونو کې ولیدل شي، د امر بالمعروف مامورین یې نیولی او د ښځو توقیف‌ځای ته به یې ولېږدوي.

په سند کې د افغانستان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون اړوند مادو ته اشاره شوې او ټینګار شوی چې د کورنۍ نارینه غړي د ښځو د ظاهري بڼې او حجاب د مراعتولو مسئولیت لري. د لارښود له مخې، د سرغړونې په صورت کې قانوني چلند او عدلي ارګانونو ته د قضیې سپارل هم شوني دي.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په هرات کې یوه غږیزه خبرتیا هم خپره شوې ده. ځايي سرچینې وایي، په دې ثبت شوې وینا کې ویل شوي چې دغه پرېکړه د سیمه‌ییزو چارواکو له غونډې وروسته شوې او د شنبې له ورځې به عملي شي.

په یادې خبرتیا کې د سیمو استازو او د جوماتونو امامانو ته هم سپارښتنه شوې چې خلک له نویو مقرراتو خبر کړي.

د افغانستان د هرات اوسېدونکي وایي چې په وروستیو میاشتو کې د ښځو د جامو او حجاب د څارنې لپاره هڅې زیاتې شوې دي. د دوی په وینا، د ښار په ګڼو سیمو لکه شهرنو، د ۲۹ حوت څلورلارې، بکرآباد او لیلامي سړک کې د پلټنې پوستې جوړې شوې دي.

سرچینې زیاتوي چې په دغو ځایونو کې موټرونه او ټکسيان درول کېږي او ښځو ته ویل کېږي چې د دوی جامې د ټاکل شویو معیارونو سره سمون نه لري.

تر دې وړاندې هم په کابل او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د حجاب د پلي کېدو ورته کمپاینونو راپورونه ورکړل شوي وو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلون وروسته، پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي. د بشري حقونو بنسټونه وایي چې د نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیز، پوهنتونونو ته د ښځو د تګ مخنیوی، د کار محدودیتونه او عامه ژوند ته د ښځو د لاسرسي کمېدل د دغو محدودیتونو له مهمو بېلګو څخه دي.

د افغانستان اوسنی حکومت وایي چې دغه تګلارې د اسلامي شریعت او افغاني ارزښتونو له مخې تنظیم شوې دي، خو ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو بیا پرله‌پسې غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه دې خوندي او محدودیتونه دې لرې شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه