دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د تهران او واشنګټن ترمنځ د...

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړې ملاتړ وکړ

حامد کرزي د امریکا او ایران ترمنځ د هغه تفاهم هرکلی کړی چې موخه یې د شخړو پای ته رسول او د اختلافاتو حل د خبرو اترو له لارې بلل شوی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او ایران ترمنځ د هغه تفاهم هرکلی کړی چې موخه یې د شخړو پای ته رسول او د اختلافاتو حل د خبرو اترو له لارې بلل شوی دی.

کرزي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا تفاهم د دواړو هېوادونو، سیمې او نړۍ په ګټه دی او کولی شي د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهم رول ولوبوي.

هغه د پاکستان، قطر او د سیمې د نورو هېوادونو د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغه هڅې د کړکېچونو د کمېدو او د سولې د پیاوړتیا لپاره ارزښت لري.

پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې چې روانې ډیپلوماټیکې هڅې به بریالۍ شي او تر وروستۍ هوکړې او د نړیوالې سولې او امنیت تر تأمین پورې به دوام ومومي.

د یادونې ده چې ایران او امریکا د دوشنبې په ورځ د یوه تفاهم د نهايي کېدو خبر ورکړی او ټاکل شوې ده چې دا هوکړه د راتلونکې جمعې په ورځ په سویس کې په رسمي ډول لاسلیک شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه