شنونکي وايي، که د پاکستان د ګوادر او د ایران د چابهار بندرونه د «خور بندرونو» په توګه ونښلول شي او ترمنځ یې سوداګریزې اسانتیاوې پراخې شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر لسو میلیاردو ډالرو پورې لوړېدای شي.
د نړیوال بانک پخواني سلاکار، لیکوال او شنونکي احمد مختار نقشبندي ویلي، د پاکستان او ایران ترمنځ د ګبد ـ ریمدان مهمې پولې د تګ راتګ ځنډ د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو منفي اغېز کړی دی، په داسې حال کې چې دواړه لوري د متقابلې سوداګرۍ د پراخولو هوډ لري.
نوموړي ویلي، د سرحدي زیربناوو پیاوړتیا، د نړیوال ترانزیټي سیستم (TIR) فعالول او د ویزو د ورکړې بهیر اسانه کول کولی شي د سوداګرۍ د ودې لپاره مناسب شرایط برابر کړي.
د هغه په وینا، که پاکستان او ایران خپل اقتصادي دهلېزونه سره ونښلوي، ګمرکي اصول یو شان کړي او ګوادر او چابهار په رسمي ډول د «خور بندرونو» په توګه اعلان کړي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې به په چټکۍ سره پراخې شي.
ګوادر بندر د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) تر چتر لاندې پراختیا مومي، په داسې حال کې چې هند په چابهار بندر کې د افغانستان او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اړیکو د پراخولو لپاره پانګونه کړې ده.


